د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو له امکانه لرې نه دی”


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، دویم پړاو ته د ولسمشریزو ټاکنو تګ له امکانه لرې نه ده.


د تېرې پنجشنبې پر ورځ د ټاکنو کمېسیون مشر یوسف نورستاني د درېیم ځل لپاره د ولسمشرۍ د ټاکنو د یوې بلې برخې پایلو تر اعلان وروسته خبریالانو ته وویل، د زیاتو رایو نتیجې له څرګندېدو سره دی باور نه لري چې انتخابات دې په لومړي پړاو کې پای ته ورسي.

((فکر کوم چې که پاتې ۱۷،۵ فیصده [رایې] وشمارل شي، شک دی چې څوک دې په لومړي پړاو کې ګټونکی شي.))


ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ټولو رایو لومړنۍ پایلې سبا اعلان شي. تر اوسه په اعلان شویو پایلو کې عبدالله عبدالله شاوخوا ۴۴ او اشرف غني شاوخوا ۳۳ فیصده رایې تر لاسه کړې دي.
XS
SM
MD
LG