د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر باراک اوباما د اسیايي هېوادونو سفر پیلوي


د سفر په ترځ کې اوباما لومړی جاپان ته ځي، بیا جنوبي کوریا، وروسته مالېزیا (یا ملاېشیا) او ورپسې فېلپین ته ځي. سپینې ماڼۍ د اوباما سفر ته د ختیځ پر لوري د امریکا د بهرنیو چارو تګلارې د ((بیا متوازن کولو)) نوم ورکړی دی.

دا د اوباما د ولسمشرۍ پر وخت دې سیمې ته د ده پینځم سفر دی. په ۱۹۶۶ز کال کې د امریکايي ولسمشر لېنډن جانسن وروسته دا لومړی ځل دی چې اوباما به د ولسمشر په توګه مالېزیا (ملاېشیا) ته ولاړ شي.

ټاکل شوې ده چې د سوداګرۍ ستونزې، له شمالي کوریا سره په سیمه کې کړکېچ او د ختیځ چین په سمندر کې د چین د قوت کارونه به د اوباما د خبرو مهم موضوعات وي. داسې اندېښنې دي چې ښايي شمالي کوریا په سیمه کې د اوباما د موجودګۍ پر وخت د اټومي وسلو ازموینه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG