د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د لوړو زده کړو وزیر ولسي جرګې ورغوښتی دی


د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبیدالله په کانکور ازموینه کې د درغلیو په خاطر د وکیلانو د پوښتنو د ځوابولو لپاره نن ولسي جرګې ته تللی دی .

یو شمیر وکیلانو وویل چې په کانکور کې پراخه درغلي شوې او د لوړو زده کړو وزیر یې په بې کفایتۍ تورن کړ.

دوی وویل چې د کانکور په پروسه کې د شویو درغلیو په برخه کې ځینې حکومتي چارواکي هم شامل دي.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید اوس هم په شورا کې دی او د وکیلانو پوښتنې ځوابوي خو معلومه نه ده چې تر کومه به د هغوی قناعت حاصل کړي.

د ۱۳۹۲ کال د کانکور په ازموینه کې یو لک او لس زره کسان لوړو زده کړو او نیمه عالي تحصیلاتو ته کامیابه شول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG