د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ هسک غر اېورسټ کې کمر ښوېدلی نهه تنه مړه


د نيپال سېلګرۍ يو چارواکی وايي چې په اېورسټ غره کې د یوه کمر ښويدلو په پېښه کې د غرهختونکو لارښودي نهه تنه نيپاليان ووژل شول.


مدهوسودان بورلاکوټي ويلي، پنځه نور لارښودي هغه وخت وژغورل شول کله چې نن سهار کمر راپرېوتی.

دا د غره ختنې په نوي دور کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده چې د نړۍ په تر ټولو جګ غره اېورسټ کې رامنځ ته کيږي. د غرهختونکو د غه لارښودي نيپاليان نن سهار وختي غره ته تللي ول چې د غرهختونکو لپاره رسۍ جار کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG