د لاسرسي ځای

تازه خبر

په جینیوا کې د اوکراین بحران په اړه خبرې کيږي


د امریکا، روسیې، اوکراین او اروپايي ټولنې لوړپوړي چارواکي نن (پنجشنبه) د اوکراین بحران په اړه خبرې کوي.

په جینیوا کې دا غونډه پر داسې وخت کېږي چې د اوکراین په ختیځ کې روسي پلوه بیلتونپالي مضبوطېږي.

د تېرې چارشنبې پر ورځ د کراماتورسک په ښار کې یاغیانو د اوکراینیانو شپږ پوځي ګاډي سره د هغو چلوونکو او کارکوونکو ونیول. یاغیان په دونیڅک کې هم د ښار انتظامي دفتر ته ننوتل.

جینیوا ته په راتګ د اوکراین د بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر اندرې دېشېڅیا وویل، دی به له مسکو غوښتنه کوي چې د ده په هېواد کې د ((ترهګرو فعالیتونو)) ملاتړ ختم کړي او له پولې خپل پوځیان په شا کړي.

په جینیوا کې نننۍ غونډې ته د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیران هم ورغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG