د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسي جرګې غړې مریم کوفي په ډزو کې ټپي شوې


د کابل امنیې قومندانۍ تایید کړه چې د سېشنبې په شپه د ولسي جرګې پر غړې مریم کوفي باندې د خپل کور په سیمه کې ډزې شوي، چې له امله یې نوموړې ټپې شوې ده.


د کابل امنیې قومندان جنرال ظاهر مشال راډیو ته وویل، چې په میرمن کوفي باندې دغه ډزې د اریا ښار ګوټي په سیمه کې شوې او نوموړې د درملنې لپاره روغتون ته لیږدول شوې.

جنرال ظاهر وایي، د مریم کوفي ساتوونکو هم په وسله والو کسانو ډزې کړي.

نوموړی وایي، چې په اړه د دوی تحقیقات بشپړ شوي، خو نه غواړي چې اوس یې له رسنیو سره شریک کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG