د عراق له فلوجه ښاره تر زرو ډیرې کورنۍ وتلې دي. دې کسانو ښار له دې ویرې پرې ایښی دی چې ښایي حکومت پر مسلمانو وسله والو هوایي بریدونه وکړي.
د مشال راډیو د عراقي څانګې د خبر له مخې د سېشنبې پر ورځ تر دولس سوه ډیرې کورنۍ له فلوجه کډه شوې.
روانه اونۍ عراقي پوځیانو داسې پاڼې د هوا له لارې په فلوجه کې خپرې کړې چې په کې په څو ورځو کې د هوایي بریدونو خبرداری ورکړل شوی وو، څو دغه ښار بیرته له وسله والو ونیسي.
په القاعده پورې مربوطو وسله والو د نوي میلادي کال په درشل کې فلوجه ښار او ورسره نژدې رمادي سیمه ونیوله.