د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حکومت دې د فاټا ولس د ستونزو حل لپاره عملي کار وکړي'


د پاکستان سینټ د ګل پر ورځ په یو قرارداد کې غوښتنه کړې ده، چې باید حکومت د قبایلي سیمو د پرمختګ لپاره په منصوبو کار پیل کړي.


دغه قرارداد چې د سینټ لخوا منظور شو، افراسیاب خټک او فرحت الله بابر وړاندې کړ. په قرارداد کې وییل شوې، په فاټا کې یو شمیر خلک د بد امنۍ او پوځي عملیاتو له وجې متاثره شوي دي، چې له عمله یې په زرګونه کورنۍ اوس هم د خپلو سیمو نه لرې په کیمپونو کې ژوند کوي.

سینیټر افراسیاب خټک په دې اړه نن د سېشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل:
په قرارداد کې ویل شوې باید حکومت د فاټا د ولس د مسلو د حل لپاره عملي کار وکړي. په دغه وخت د سیفران وزیر عبدالقادر بلوڅ وویل، د ترهګرۍ نه په متاثره خلکو څلور اربه روپۍ تقسیم کړل شوي دي، او دوه اربه به نورې لګوي.
XS
SM
MD
LG