نن د دوشنبې په ورځ ماسپښین، شاوخوا درې بجې په خوست ښار کې دوې بمي چاودنې وشوې، چې پکې یو کس ووژل شو او نهه نور افغان ولسي وګړي ژوبل شول.
یادې چاودنې د خوست ښار د بلندمنزلونو په سیمه کې شوي دي.
د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چې لوموړنۍ چاودنې یوازې یو ټپي لاره، خو په دویمه چاودنه کې یو تن ملکي وګړی ووژل شو او نهه نور ټپیان شول.
د ده په خبره یاده مرګ ژوبله د ځای پر ځای شويو ماینونو له چاودلو رامنځته شوې ده، نوموړي زیاته کړه، چې د پيښو په تړاو يې پلټنې پیل کړي، خو په تور یې تر دې مهاله څوک نه دي نیول شوي.
د یادونې وړ ده په تیره یوه اونۍ کې دا دریم ځل دی، چې د خوست ښار په بیلابیلو سیمو کې دوې، دوې چاودنې کېږي او په ترڅ کې اکثره افغان ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.