د لاسرسي ځای

تازه خبر

پخوانی طالب چارواکی اغاجان معتصم ورک دی


 اغاجان معتصم
اغاجان معتصم
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تاییدوي چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی اغا جان معتصم په متحده عربي اماراتو کې لادرکه شوی دی.

د دې وزارت ویاند شکیب مستغني نن دوشنبه په یوه خبري غونډه کې وویل چې افغان حکومت د اغا جان د سرنوشت معلومولو لپاره څو ځله د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره ټلیفونې تماس نیولی.

هغه وویل چې تر دې مهاله د اغاجان معتصم د سرنوشت په اړه له دوی سره معلومات نشته.

اغاجان معتصم په داسې حال کې لادرکه کیږي چې په وروستیو کې یې د افغانستان د سولې له عالي شورا سره د سولې په اړه مذاکرات پيل کړي ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG