د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو دوه شپونکیان وژلي، د پاکستاني چارواکو ادعا


د بلوچستان د سیف الله کلا سرکاري او امنيتي چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه په باديني سیمه کې د افغان ځواکونو په ډزو کې پاکستانۍ غاړې ته دوه شپونکیان وژل شوي دي.

د بلوچستان د سیف الله کلا سرکاري او امنيتي چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه په باديني سیمه کې د افغان ځواکونو په ډزو کې پاکستانۍ غاړې ته دوه شپونکیان وژل شوي دي.


د دغه ښار د ليوي سرتېرو وویل، د دوشنبې په ماسپښين دوه پاکستاني شپونکیان چې په څاروو او غواوو پسې له پاکستانۍ غاړې افغانستان ته په تېروتنه اوښتي ول، ادعا کوي، د افغان ځواکونو په ډزو وژل شوي دي.

پر ډیورنډ کرښه د ملېشه ځواکونو ځينې سرچينې وايي، جګپوړو چارواکو یې په دې اړه د افغانستان له سرحدي چارواکو سره خبرې پېل کړې، چې د وژل شويو کسانو مړي پاکستان ته وسپاري. دغه سرچينې زیاتوي، د دوی چارواکو ته د افغانستان سرحدي امنيتي سرتېرو ویلي دي، چې وژل شوي کسان وسله وال طالبان ول، نو ځکه یې وژلي دي.

د ویلو وړ ده چې د بلوچستان په کلاسیف الله او ږوب سیمو کې د پاکستان او افغانستان تر منځ پر غځېدلې ډیورنډ کرښه ځینې وخت د داسې پاکستانيانو د وژلو راپورونو ورکړل کېږي، چې د افغانستان له خوا پرې د وسله والو طالبانو تور وي، او پاکستان او د سیمې اوسېدونکي بیا وايي، عام وګړي وو، او په غلطۍ پورېغاړې ته ور اوښتې وي.

دغه ډول وروستۍ پېښه پروسږکال (۲۰۱۳م) د سيپټېمبر په مياشت کې د ږوب په قمرالدين کاریز سیمه کې شوې وه، چې پنځه پاکستاني وګړي چې يوه مېرمن هم پکې وه، د افغان ملي اردو سرتېرو په ډزو وژل شوي ول، چې د پاکستانیو چارواکو په ادعا، هغوی ولسي وګړي ول، خو افغانستان بیا بیا ویل، چې وسله وال طالبان ول.
XS
SM
MD
LG