د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې کړکېچ پرېکنده پړاو ته اوښتی. بشار الاسد


د سوریې ولسمشر بشارالاسد
د سوریې ولسمشر بشارالاسد

د سوریې ولسمشر بشارالاسد ویلي چې په دې هیواد کې له تېرو درو کلونو روانه هغه کورنۍ جګړه اوس د حکومت په ګټه تمامېږي چې تر (یونیم لک) زیات کسان پکې وژل شوي دي.


ولسمشر بشارالاسد دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ کړې دي.

د سوریې حکومتي خبري اژانس ثنا د ولسمشر بشارالاسد له خولې لیکلي چې د سوریې کړکېچ یو پرېکنده (فیصله کن) پړاو ته رسېدلی دی.

د سوریې پوځ په دې وروستیو کې د اپوزېشن پر ضد یو لړ پرمختګونه کړي دي او هغوی یې د لبنان له پولې سره او په منځنۍ صوبه حمص کې پر شا تمبولي دي.

په سوریه کې شخړه له هغه وروسته پیل شوه چې رژیم پر هغو خلکو چاپې ووهلې چې له عربي پاڅونه اغېزمن شوي ول او سوله ییز احتجاج تحریک یې پیل کړی وو.

د سوریې ولسمشر بشارالاسد پر ضد دا پاڅون په ۲۰۱۱م کال کې پیل شوی وو.

د نوموړي حکومت له هغه راهسې له دې انکار کوي چې ګواکې هلته ریښتیا هم د سیاسي بدلون لپاره یو داسې تحریک شته چې په ولس کې رېښي لري.

د سوریې حکومت وايي چې هلته تشدد د یو بهرني ملاتړ لرونکي ترهګرې دسیسې له کبله دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG