د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پاکستاني حکومتي استازي او طالبان به ډېر ژر سره وویني'


د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان
د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان

د پاکستان کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان ویلي دي چې، د حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ به ډېر ژر ملاقات وشي.


چوهدري نثار علي خان دا څرګندونې تير ماښام په اسلام اباد کې يو خبري غونډې ته د وینا پر مهال وکړې.

هغه وویل چې له طالبانو سره په مزاکراتو کې هيڅ ځنډ نه دی راغلی او په يو څو ورځو کې د دواړو ډلو ترمينځ يو ملاقات متوقع دی.

چوهدري نثار علي خان زیاته کړه چې له طالبانو سره په مزاکراتو کې د سياسي او پوځي مشرتابه ترمنځ اختلاف نشته او دوی د پوځ په مشوره غير عسکري طالبان خوشي کړي دي.

نوموړي دا هم وویل چې پوځ او حکومت دواړه پر يو ځاي مزاکراتي عمل پر مخ بیايي او دواړو په رايو کې اختلافات کيدای شي خو د هغه په وینا ، د ملک دسلامتۍ لپاره دواړه په یوه خوله دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG