د لاسرسي ځای

تازه خبر

"له ترکمنستان دي د ګیس د انتقال پروژه پیل شي"


د ترکمنستان ولسمشر وغوښتل چې د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ترکمنستان د طبیعي ګيس د انتقال د پایپ کار دې په ۲۰۱۵ م کال کې پیل شي.


قربانګلي بردي محمودف د جمعې په ورځ وویل، د دغې پروژې د پیل لپاره به ټول تړونونه په روان کال کي بشپړ شي.

د دغي پروژې د هو کړې تړون د افغانستان، ترکمنستان، پاکستان او هند ترمنځ په ۲۰۱۰م کال لاسلیک شوی و او وروسته په ۲۰۱۲ م کال کې یې د معاملې اسناد بشپړ شول.

د دغې پروژي پر اساس به له ترکمنستانه طبیعي ګيس د اولس سوه پنځه ديرش کیلومتیرو پایپ لاین په واسطه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال شي او پر جوړولو به یې شاوخو اته اربه ډالر ولګول شي.

دا پایپ لاین به د افغانستان له هرات او کندهار ولایتونو څخه تیر او د فاضلکا ښار ګوټې کې به د هند او پاکستان ګډې پولې ته وغزول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG