د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې سلګونه ځانمرګي بریدونه شنډ کړل شوي"



د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په تېرو ۴۰ ورځو کې یې ۶۵ ځانوژونکې حملې ناکامه کړې دي او ۲۶۲ وسله وال سختدریځي یې نیولي دي.


د ملي امنیت د ادارې ویاند لطف الله مشعل پرون د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، نیول شویو وسله والو د ځانوژونکو حملو واسکټونه هم لرل او غوښتل یې چې انتخاباتي بهیر ګډوډ کړي.

ده وویل، په نیول شویو کې زیاتره افغانان ول. مشعل زیاته کړه چې دا کسان یې په هرات، کابل، خوست، کندهار، پکتیا، بغلان، تخار، کندوز او لوګر ولایتونو کې نیولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG