پاکستان وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې یې هم د حملو مخنیوي لپاره ګامونه اخیستي ول.
دا خبره، تېره ورځ، د بهرنیو چارو وزارت ویاندې تسنیم اسلم په اسلام اباد کې د اوونیزې خبري غونډې پر وخت وکړه.
تسنیم اسلم وویل، له روسیې او ایران سره د یې نژدې اړیکي لري. خو نوموړې دا هم وویل چې له روسیې سره د پاکستان په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې ځینې ستونزې موجودې دي.
تسنیم اسلم یو ځل بیا دا خبره رد کړه چې ګواکې تښتول شوي ایراني سرتېري پاکستان ته وروړل شوي ول.