د لاسرسي ځای

تازه خبر

شام : موټر بمي چاودنو ۲۵ کسان ووژل


د شام سرکاري خبري اژانس /سانا/ وايي، چارشنبې پر ورځ د حمص په مرکزي ښار کې دوې موټر بمي چاودنې وشوې چې په نتیجه کې یې ۲۵ تنه ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات نور ژوبل شول.


سانا خبري اژانس لیکي ، د چارشنبې د بریدونو په (کرم اللوز) نومې سیمه کې د ګڼې ګوڼې یو کوڅه په نښه کړېده. لومړنۍ چاودنه د چاکلېټو یوه دوکان ته څېرمه وشوه او ورپسې نیم ساعت وروسته بله وشوه. په ژوبل شوو کسانو کې یو د سانا خبري اژانس تصویر اخیستونکی یا (عکاس) هم دی.

سنا ویلي چې دا بریدونه ترهګرو کړي دي. د شام حکومت د ترهګرو ټکی هغو یاغیانو ته کاروي چې له تېرو درو کلونو راهسې د حکومت پر ضد جګړه کوي.

په بریتانیا کې مېشت د شام د بشري حقونو څارونکو د چاودنو پخلی کړی او ویلي یې دي چې دا بریدونه په هغه سیمه کې شوي دي چې زیاتره اوسېدونکي یې علویان دي. علویان د شعیه مسلک یوه فرقه ده. د شام ولسمشر بشارالاسد او د هغه کورنۍ هم په دې فرقه پورې اړه لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG