د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هنګري ټولټاکنو کې واکمن فېدس ګوند بریالی


د هنګري وزیر اعظم ويکتور اوربان د خپل فېدس ګوند بری اعلانوی
د هنګري وزیر اعظم ويکتور اوربان د خپل فېدس ګوند بری اعلانوی

د هنګري وزیر اعظم ويکتور اوربان د دې هېواد په پارلماني انتخاباتو کې د خپلې بريا اعلان وکړ.


ده چې په پلازمېنه بوداپیسټ کې د خپل ګوند فيدس پلويانو ته خبرې کولې وويل، د انتخاباتو نتايجو د ده حکومت هغه پاليسۍ تاييد کړې چې پکې خلکو ته کار موندنه، د کورنيو ملاتړ او د ملي حاکميت لپاره مبارزه شامله ده.

تر اوسه د انتخاباتو ٩٦ فيصده رايې شمېرل شوې دي.

ښايي فيدس ګوند د پارلمان په ١٩٩ څوکيو کې ١٣٣ سيټونه خپل کړي او دا د دې ضمانت کوي چې دغه ګوند به بل حکومت جوړ کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG