د لاسرسي ځای

تازه خبر

فرانس د مسلمانانو په وژنه تورن کس نیولی دی


د فرانس پولیسو هغه سرب نژاده بوسنیایی کس نیولی چې د بوسنیا هرزې ګووینا د ۱۹۹۲ م او ۱۹۹۵ م کلونو په جګړه کې د مسلمانانو په ډله ایزه وژنه تورن دی.

د بوسنیا څارنوالان وایي، رادومیر سسنیار Radomir Susnjar د جمعې په سهار د بوسنیایي چارواکو په غوښتنه ونیول شو. تمه ده چې نوموړی بوسنیا ته واستول شي او د جنګې جرمونو په تورونو محاکمه شي.

سسنیار تورن دی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یي ۵۹ بوسنیایي ملکي مسلمانان وژلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG