د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او اوکراین ولسمشران سره ږغېدلي دي


د امریکا د مرستیال ولسمشر او د اوکراین د وزيراعظم ترمنځ ټیلفوني خبرې شوي دي.

د جو بایډن او ارسیني یاڅینوک تر منځ دا ټیلفوني خبرې اترې د پیسو له نړیوال صندوق ((آی اېم اېف) سره د یوې ابتدايي موافقې وروسته شوي دي .

سپینۍ ماڼۍ پرون په یوې خبرپاڼې کې وویل ، د امریکا مرستیال ولسمشر جوبایډن ژر تر ژره ددې موافقې د بشپړولو ملاتړ څرګند کړ.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د زيارت په ورځ یوه لایحه لاسلیک کړه چې له مخې به یې واشنګټن اوکراين ته یو ارب ډالره پور ورکوي.

آی ايم ايف تیره میاشت ژمنه وکړه چې اوکراین ته به تر اتلس اربه ډالرو پورې پور ورکړي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG