د لاسرسي ځای

تازه خبر

"افغانستان کې مارچ میاشت د امریکایانو لپاره پر امنه وه"


دا د ۲۰۰۷ز کال تر جنورۍ وروسته لومړی ځل دی چې په یوه میاشت کې هېڅ امریکايي پوځي نه دی وژل شوی. په افغانستان کې د امریکایي عسکرو مرګ ژوبله ځکه کمه شوې ده چې د سرتېرو شمېر ټیټ شوی دی او د هغوی رول له جګړې اوښتی دی.


امریکايي پوځیان اوس د افغان ځواکونو روزنې او هغوی ته د مشورې پر ورکونې توجه ورکوي. پېنټاګان وايي، په افغانستان کې شاوخوا ۳۳ زره امریکايي پوځیان دي. په ۲۰۱۱ز کال کې په هغه هیواد کې یو لک امریکايي پوځیان مېشت ول.

ټاکل شوې ده چې د روان کال په ډېسېمبر کې په افغانستان کې د نړیوالو پوځیانو جنګي ماموریت پای ته ورسېږي. تر اوسه دا پرېکړه نه ده شوې چې تر هغې وروسته به په جنورۍ کې د افغان سرتېرو روزنې نوی ماموریت پیل شي او که څنګه؟

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG