د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملګرو ملتونو عمومي شورا له اوکراینه د کرایمیا بېلېدل ناقانونه کار بللی دی


د ملګرو ملتونو عمومي شورا د ((اوکراین ځمکنۍ بشپړتیا)) په اړه پر یوه قرارداد رایه ورکړې ده او له هیواده د کرایمیا بېلېدل یې ناقانونه کار بللی دی.


تېره ورځ ۱۰۰ هیوادونو د پرېکړه لیک په حق کې او ۱۱ یې په مخالفت کې رایه ورکړه. ۵۸ هیوادونو خپله رایه ونه کاروله. د قرارداد په مخالفت کوونکو کې روسیه،ارمنیا، بېلاروس، بولېویا، کیوبا، شمالي کوریا، نېکاراګوا، سوډان، شام، وېنېزوېلا او زېمبابوې شامل دي. د اوکراین بهرنیو چارو لنډمهالي وزیر اندرې دېشېڅیا غونډې ته لومړۍ وینا وکړه.

هغه وویل، د روسیې له خوا د کرایمیا له نا منل شوي الحاق سره د امنیت نړیوالو تړونونو ته ((جدي خطر)) ورپېښ شوی دی. تر ده وروسته په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر وېتالې چورکین د وینا پر وخت د خپل هیواد کارونو دفاع وکړه. چورکین قرارداد پر ((مخالفت)) ولاړ وباله او ویې ویل چې د دې موخه دا ده چې کرایمیايي ټولپوښتنه یا ریفرېنډم مشکوک کړل شي.

د امنیت شورا برعکس د ملګرو ملتونو عمومي شورا پرېکړه لیکونه نه شي ردېدادی او پر هیوادونو په قانوني توګه لاګو کېږي هم نه خو د نړۍ نظر انعکاسوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG