د لاسرسي ځای

تازه خبر

د عراق په مرکز بغداد کې په بمي چاودنو کې ۱۲ کسان وژل شوي


امنیتي او روغتیايي چارواکي وايي، پرون د پنجشنبې پر ماښام د بغداد له غربي او شمالي سیمو د جلا جلا چاودنو خبر راغلی دی. چارواکي وايي، په عمریه سیمه کې د سړک تر غاړې ښخ بم چاودنې لږ تر لږه څلور کسان وژلي دي.

په احمدیه سیمه کې موټر بمې چاودنې اووه کسان وژلي دي. په سیدیه سیمه کې یوې بلې موټر بمي حملې یو کس وژلی دی. روغتیايي چارواکي وايي، په دې حملو کې له ۳۰ زیات کسان ژوبل شوي دي. د بریدونو پړه چا نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG