د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کونړ امنیتي ځواکونو شپږ مشکوک وسله وال نیولي دي


د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د انتخاباتو بهیر د ګډوډولو د هڅو په تور یې شپږ مشکوک کسان نیولي دي.


نیول شوي کسان پرون د پنجشنبې پر ورځ له وسلو سره په کونړ کې خبریالانو ته وښودل شول. پر دې مهال، د کونړ امنیه قوماندان عبدالحبیب سیدخېلي مشال راډیو ته وویل، د دې ډلې څلور کسان په چپې درې او دوه یې په ناړۍ ولسوالۍ کې نیول شوي دي.

ده زیاته کړه چې په کونړ کې د راتلونکو انتخاباتو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG