د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ملایشیا د ورکې الوتکې لټون وځنډول شو


نن د سېشنبې پر ورځ د ملایشیاء د ورکې شوې الوتکې د ملبې اوپاتې شونو لټون په سمندر کې د خراب موسم له وجې ځنډول شوی دی.


چارواکي اوس په دې خبره باوري دي چې دغه الوتکې د هند سمندر په لرې سیمو کې غورځیدلې او پکې سواره ۲۳۹ مسافرټول مړه شوي دي.

پرون د دوشنبنې پر ورځ د ملایشیاء وزیراعظم نجیب رزاق وویل دغه لا درکه شوې الوتکې د بحر هند سمندر جنوبي برخه کې په زرګونو میله لرې غورځېدلې دې.

د دې جاز د ملبې د ترلاسه کیدلو نه پس ممکنه ده چې مالومه شي/ دې جاز خپله لاره ولې بدله کړې وه.

دا الوتکې چې د روانې میاشتې پر اتمه نیټه له کوالالمپور نه بیجنګ ته روانه وو د خپل پرواز د اولنۍ ګهنتې پس د ریډار غایبه شوه چې تر دې دمه يې تصدیق شوې ملبه نه ده موندل شوې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG