د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نړۍ اوو ستره صنعتي هیوادونو له اوکراین سره پېوستون وښود


د نړۍ د اوو صنعتي هیوادونو مشرانو په هیګ کې د ایټمي امنیت د سرمشریزې تر څنګ خپلو کې غونډه وکړه او د اوکراین د ملي حاکمیت د حق په ملاتړ یې یو وار بیا ټینګار وکړ ی، پر روس یې له ځان سره د کرایمیا د سیمې د غیرې قانوني یو ځای کولو په اړه تنقید وکړ او دا یې له نړیوالو قوانینو خلاف ورزي وبلله .


امریکا، بریتانیا، فرانس، جرمني اټلي او د جاپان مشرانو همدارنګه موافقه وکړه چې د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو هغه پلان شوې غونډه به چې په اوړي کې د روس په سوچي کې کیدونکې وه، برسلز ته منتقل کړي .

دوی وايي تر څو چې روس خپل چلن نه وي بدل کړی، دوی به د اتو سترو صنعتي هیوادونو د مشرانو په غونډه کې ګډون وځنډوي .

د اوو سترو صنعتي هیوادونو مشرانو همدارنګه تکرار کړه چې په کرایمیا کې د روس کړنې به سنجیده پایلې ولري او د هغو بندیزونو سربېره چې دې هیوادونو پر روس لګولې، د لا ډیرو بندیزونو لګولو خبرداری یې ورکړ چې د روسیې پر اقتصاد به منفي اغیزې ولري .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG