د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښور کې د ګوزڼ يوې ښځینه کارکوونکې مړی وموندل شو


د پیښور پولیس وايي پرون د دوشنبې پر ورځ یې د صحت د محکمې د تښتول شوې یوې ښځينه کارکوونکې مړی موندلی چې په ګولو ویشتل شوې او په پټو کې غورځول شوې وه.


۳۲ کلنه سلما غني د اتوار په ورځ د خپل کور مخ ته پنځو نامالومه وسله والو تښتولې وه. د پیښور د پولیسو یو ځايي چارواکي رحیم شاه پرون اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي دا لا واضحه نه ده چې دا ښځه د پولیو خلاف کمپاین کې د برخه اخیستلو په نتیجه کې وژل شوې او که څنګه.

د ۲۰۱۲م کال د دسمبر نه را په دیخوا د پولیو خلاف د کمپاین پر ډلو وسله والو بریدونو کې خوا اوشا ۵۶ کسان وژل شوي دي.

پاکستان کې طالبان او نورې وسله والې ډلې دګوزڼ یا پولیو خلاف د ویکسینو د ورکولو د مهم مخالفت کوي. بلخوا پاکستان، افغانستان او نایجیریا د نړۍ هغه یواځيني هیوادونو دې چیرته چې پولیو لا هم موجوده ده. پاکستان کې تیر کال د پولیو ۹۱/ نوي کیسونه مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG