د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کابل به له واشنګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړي'


په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین وايي ، ډاډمن دی چې کابل به زر له واشینګټن سره امنیتي تړون لاسلیک کړی.


ظاهر طنین دا څرګندونې پرون (دوشنبه) د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا په غونډه کې وکړي چېرې چې د یو بل کال لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت د تمدید پریکړه وشوه .

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازٍي ښاغلی طنین د مشورتي لویې جرګې پریکړې ته په اشارې وویل ، د افغانستان خلک د امریکا له متحدو ایالتونو ، ناټو او نړیوالې ټولنې سره د اړیکو په ارزښت پوهیږي .

نوموړې په داسې حال کې دا څرګندونې کوي چې ولسمشر حامد کرزي په خپلو وروستۍ څرګندونو کې ویلي ، د امریکا له متحدو ایالتونو سره امنیتي تړون نه لاسلیکوي .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG