د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا د ترهګرۍ ځپلو نوی ځواک جوړوي


د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک
د خیبر پښتونخوا وزیر اعلی پرویز خټک وايي، دوی د ترهګرو د ځپلو لپاره یو نوی ځواک جوړوي چې په هڅو به یې په سیمه کې امنیت ټینګ شي. نوموړي نن سهار په پېښور کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل :

''د ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره چې مونږ کوم ځواک جوړوو، دا به استخباراتي اداره هم وي، او د ترهګرو تعقیب به هم کوي. دوی به د یو بل سره خپل معلومات هم شریکوي. په خیبر پښتونخوا صوبه کې د دې ځواک اړتیا لیدل کیده. زموږ صوبه د جنګ په حال کې ده نو موږ ته د هر ډول ځواک اړتیا ده.''

پرویز خټک د پولیسو د هڅو هم ستاینه وکړه چې په هر ډول حالاتو کې مقابله کوي، ا
اعلا وزیر پرویز خټک د تره ګرۍ په مخنیوي کې د پولیس سرتېرو قربانیانې وستایلې او و د هغوی د تنخاګانو زیاتولو اعلان یې هم وکړ.

''د پولیس سرتېري په تنخوا کې به ۲۶۰۰ روپۍ اضافه وشي او جګپوړو افسرانو تنخوا به هم په سیوا کړل شي. پر دې باندې به زموږ صوبې ته دوه اربه روپۍ اضافي لګښت یا خرچه برداشتوي''

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG