د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کندهار پولیسو یو حمله کوونکی وواژه


د کندهار پولیسو هغه حمله کوونکی په ډزو وواژه چې غوښتل یې د هند په قونسلګرۍ حمله وکړي.


د دې ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند ضیا دراني مشال راډیو ته وویل، چې دا پیښه نن ماسپښین مهال شوې .

تراوسه د حکومت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه تبصره نه ده کړې. په افغانستان کې د هند په سفارت خانو وخت په وخت بریدونه ترسره کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG