د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوباما د اوکراین ملاتړ کوي


د امریکا ولسمشر باراک اوباما ویلي چې واشنګتن به د اوکراین د مځکنۍ بشپړتیا د پرځای پاتې کېدو د باوري کولو لپاره د دې هیواد تر شا ولاړ وي.
ولسمشر باراک اوباما دا خبره د چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین وزیراعظم ارسیني یاڅینوک ته کړېده.
ولسمشر اوباما وویل چې که چیرې د روس ولسمشر ولادیمیر پوټین د اوکراین په اړه خپل دریځ بدل نه کړي نو لویدیځ به مجبوره شي چې روس ته یو ډول سزا ورکړي.
د اوکراین وزیراعظم یاڅینیوک له ولسمشر اوباما سره د لیدو پر مهال وویل چې حکومت یې خبرو اترو ته چمتو دی خو هیڅ کله به هم د خپل هیواد د خپلواکۍ ساتنې له مبارزې پر شا نه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG