د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کراچۍ په لیارۍ کې نښته، ۱۴ وژل شوي دي


د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دوو مخالفو ډلو تر منځ په نښته کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.

چارواکي وايي، دا نښته د ښار په لیارۍ کې د چارشنبې (شورو) پر ورځ شوې ده.

د رپورټونو تر مخه، په وژل شویو کې څلور ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. دوی په لاره تېرېدل چې په مرمیو ولګېدل.

په نښته کې د ماشومانو په ګډون ۴۰ کسان ژوبل شوي هم دي.

د پولیسو یوه چارواکي فیصل بشیر ویلي، دواړو خواوو د یو بل پر ضد درنې وسلې لکه راکټونه او لاسي بمونه هم استعمال کړي دي.

د تاوتریخوالي دا پېښه هغه وخت شوې ده چې یوې ډلې د بلې هغې غړي وتښتول.

د پولیسو په خبره، په لیاري کې جنایتکاران یا مجرمان موجود دي او هلته په سیاسي او نسلي بنسټ هم نښتې کېږي.

په لیاري کې اکثریت د بلوڅانو دی.

په دې سیمه کې د وسله والو پر ضد عملیات هم شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG