د لاسرسي ځای

تازه خبر

یانوکووېچ وايي اوس هم د اوکراین قانوني ولسمشر دی


روستوف ان دان - د اوکراین له واکه لرې کړل شوي ولسمشر ویکټور یانو کو وېچ ويلي، هغه اوس هم د هيواد قانوني ولسمشر او د وسله والو ځواکونو مشر دی.


نوموړي د سې شنبې پر غرمه د روسیې له جنوبي ښار روستوف ان دان څخه په يوه لنډه ولسي وينا کې زياته کړه چې هغه باوري دی چې د هيواد امنيتي ځواکونو به د اوسني واکدارانو پر مجرمانه احکاماتو عمل ونکړي.

نوموړي وويل چې کله حالات اجازه ورکړي نو خپل هيواد ته د تګ اراده لري.

دا تر واکه تر ګوښه کېدو وروسته د نوموړي دویمه ولسي وینا وه.

نوموړی تېره میاشت د حکومت پر ضد تر نا ارامیو وروسته له اوکراینه تښتېدلی وو.

نوموړي خپله تېره وینا هم په یاد ښار کې د فبرورۍ پر ۲۸ مه نېټه کړې وه چې پکې یې ویلي وو، هغه اوس هم د هیواد قانوني ولسمشر دی او اوسني چارواکي یې فاشسټه ټګان بللي ول.

د مارچ پر څلورمه د روسیې ولسمشر ولادمیر پوټین په یوې خبري غونډې کې ویلي ول، ((یانونکووېچ اوس هم د هیواد قانوني ولسمشر دی.))

البته پوټین دا منلې وه چې یانوکووېچ هیڅ ډ‌ول سیاسي راتلونکې نه لري.

د پوټین په خبره، روسیې د هغه ژوند خوندي کولو لپاره هغه ته پناه ورکړې ده.
  • انځور سایز

    احمد شاه اعظمي

    احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده. هغه د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. احمد شاه اعظمي د مشال راډيو لپاره يوشمېر ځانګړې اونيزې خپرونې هم جوړې کړې دي. نوموړی پر فېسبوک او اېکس څارلای او تعقیبولای شئ. 

XS
SM
MD
LG