د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کابل کې د مارشال قسیم فهیم جنازې مراسم وشول


د افغان ولسمشر لومړي مرستیال مارشال محمد قسیم فهیم جنازه د سې شنبې پر ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې شوې ده.

د فهیم مړی د کابل په بادام باغ غونډۍ کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې پر ولسمشر حامد کرزي او نورو افغان چارواکو سربېره د نورو هیوادونو استازو او بهرنیو ډېپلوماټانو ګډون وکړ.

د پاکستان په استازیتوب د هغه هیواد سرحداتو چارو وزیر عبدالقادر بلوڅ جنازې ته ورغلی وو.

مرستیال ولسمشر محمد قسیم فهیم د یکشنبې پر ورځ، د ۵۷ کلونو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شو.

دی له اوږدې مودې راهیسې د شکر په ناروغۍ اخته وو.

د فهیم په مړینې په افغانستان کې د درې ورځني رسمي ماتم اعلان شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG