د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې د پولیسو مامور وژل شوی


د کوټې پولیس وايي د ښار پر سریاب سړک نامالومه وسله والو د پولیسو هيډ کانسټيبل منظور په ډزو وژلی، او داسې په تېر څلروېشت ساعته کې د پولیسو دوه سرتېري د کوټې په ښار کې نامالومه وسله والو په ډزو وژلي.


پولیس وايي دواړه پېښې هدفي وژنې دي، خو تر اوسه يې مسوولیت کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی.


د بلوچستان پولیسو وياند زیاتوي سي آيي ډي پولیسو د کوټې په بېل بېل سیمو کې پر مارکېتونو او دوکانونو چاپې وهلې او د پولیسو او ملیشه ځواکونو په وردۍ کې يې غله نيولي دي. ویاند زیاتوي، دغو کسانو له تېري څه مودې راهیسې د پولیسو او ملیشه ځواکونو په ورديو کې غلا کوله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG