د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان سپريم کورټ د ورککړل شوو کسانو اورېدنه تر سبا وځنډوله


د پاکستان سپريم کورټ د ملاکنډ له بنديخانې د بې درکه کړل شوې پنځه دېرش کسانو د کيس اورېدنه تر سبا پورې ځنډول شوې.

نن د اورېدنې دوران جسټس جواد خواجه وويل چې حکومت د تېرې اورېدنې د احکاماتو باوجود هم د هغه چارواکو خلاف مقدمه نه ده درج کړي چې د دې کسانو په غيبولو کې لاس لري. هغه د مقدمې اوريدنه تر سبا وځنډوله او حکومت ته يې د سنجيده ګامونو اخيستو حکم وکړ.

د يادونې ده چې حکومت د دې لادرکه کسانو څخه ځينې يې په تيرو اوريدنو کې عدالت ته وړاندې کړي او د ځينو په اړه وايي چې يا خو سعودي عرب او يا هم افغانستان ته تللي.

د دې کسانو د موندلو لپاره تېره هفته سوات کې ښځو مظاهرې هم کړي وي. بلوچستان کې هم بلوچان وايي د پاکستان امنيتي ځواکونو د دوی په زرګونه ملت پاله بلوچان غيب کړي خو امنيتي ادارې وايي د ورکو کسانو شمېر دومره نه دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG