د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لوګر کې چاودنې ۱۳ کسان وژلي دي


افغان چارواکي وايي ، د هیواد په جنوب کې یوې چاودنې د ماشومانو او مېرمنو په ګډون لږ تر لږه دیارلس تنه وژلي دي.

چارواکي وايي چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ هغه مهال رامنځ ته شوه چې طالبانو یو موټر له وسلو ډکاوی او هغه تر وخت له مخه وچاودی.

د لوګر ولایت د پولیسو مرستیال مشر عبدالولي طوفان بیا ویلي چې دا پېښه د لوګر په مرکز ( پل عالم) کې د بمونو جوړولو په یوه ورکشاپ کې رامنځ ته شوېده.

عبدالولي طوفان خبریالانو ته ویلي چې ، په وژل شوو کې د پاکستانیو په ګډون نهه طالبان ، دوې مېرمنې او دوه ماشومان شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې وسله والو طالبانو دا موټر د ښار په ګڼه ګوڼه کې د چاودنې لپاره ډکاوی خو هغه د دوی په کور کې وچاودی.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG