د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې بریدونه، ۱۱ وژل شوي دي


د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې دوو ځانمرګو بریدونو لږ تر لږه ۱۱ کسان وژلي دي.
د اسلام اباد د پولیسو مشر له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا پېښه د دوشنبې (ګل) ورځې پر سهار د اسلام اباد په اېف اته مرکز کې په کچریو کې شوې ده.
د چارواکو په وینا، په وژل شویو کې ايډيشنل سيشن جج هم شامل دی.
په پېښه کې تر ۲۰ زیات کسان ټپي شوي دي.
د پولیسو چارواکي وايي چې بريد کوونکي د قاضیانو او وکيلانو چيمبر ته روان ول خو د پوليسو په درولو دوو ځانمرګو چاودنه وکړه.
وسله والو طالبانو مشال راډیو ته ویلي چې د دوی له دې پېښې سره هیڅ تړاو نشته.
د یادونې وړ ده چې تحریک طالبان پاکستان له حکومت سره د سولې خبرو لپاره د یوې میاشتې اوربند اعلان کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG