د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د تشدد په پېښوکې ۹ کسان وژل شوي


په بلو چستان کې د تشدد په بیلا بیلو پيښو کې ۹ کسان وژ ل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.
د بلوچستان د ايف سي ځواک وياند خان واسع له مشال ريډيو سره په خپلو خبرو کې وويل، چې نن (شنبه) غرمه د سهراب په واشيک سيمه کې د ايف سي سرتيرو په کانواې بمي بريد کې ۳ سرتيري وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.


بل خوا هم نن د سويې په روستم بازار کې د ايف سي سرتيرو او وسلوالو ترمنځ په نښته کې د ځواک صوبايې وياند د ۶ مشکوکه ترهه ګرو د وژلو دعوا کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG