د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورک کړل شوو بلوڅانو خپلوان راولپنډۍ ته رسېدلي دي


د ورکو کړل شویو بلوڅانو خپلوان تر څلور میاشتیني لاریون وروسته راولپېنډۍ ته رسېدلي دي.

دوی به نن په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته ځي او هلته به خپل یاداښت وړاندې کوي.

تېر ماښام پېنډۍ ته په رسېدو د ورکو کړل شویو بلوڅانو سازمان (وایس فار مېسېنګ بلوڅ پرسنز) مشر ماما قدیر مشال راډیو ته وویل، حکومت او عدالتونه دوی ته په انصاف ورکولو کې پاتې راغلي دي.

ده زیاته کړه چې که حکومت دوی ته حقونه نشي ورکولای نو دوی به بیا له ملګرو ملتونو او ناټو اتحاده مرسته غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG