د لاسرسي ځای

تازه خبر

نېټو له افغانستانه د وتلو پر پلان کار پیلوي


د ناټو غړو هیوادونو دفاع وزیران وايي، د روان کال تر پایه له افغانستانه د ناټو په مشرۍ د ټولو سرتېرو ایستلو پر پلان کار پیلوي.

تېره ورځ په برسلز کې د غونډې پر وخت د ناټو دفاعي مشرانو وویل، تر اوسه پورې له امریکا سره د ولسمشر حامد کرزي د تړون له لاسلیکولو انکار، په راتلونکې کې هم د دې تړون لاسلیک فرصتونه کموي.

دا تړون تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کېدونکو سرتېرو حیثیت ټاکي. د ناټو عمومي منشي اندېرس فوغ راسموسېن وویل، له ((اړین)) قانوني چوکاټه پرته د ناټو سرتېري په افغانستان کې نشي پاتې کېدای.

ناټو پلان لري چې تر ۲۰۱۴ز کال وروسته په افغانستان کې ځینې سرتېري پرېږدي چې افغان پوځیان وروزي او مرسته یې وکړي.
XS
SM
MD
LG