د پاکستان علما کونسل پر پاکستانیو وسله والو ډلو او حکومت غږ کړی دی چې ژر تر ژره دې اوربند اعلان کړي.
د علما کونسل په اعلامیه کې راغلي، تېره ورځ په لاهور کې د دې کونسل مشر مولانا طاهر اشرفي په مشرۍ په شوې غونډه کې د بېلا بېلو فرقو یو شمېر علماو ګډون کړی وو.
اعلامیه زیاتوي، په پاکستان کې د سولې راوستو لپاره عالمان هر ډول کردار لوبولو ته تیار دي.