د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د یوې چاودنې له امله درې زده کوونکي مړه او درې ټپيان شوي دي.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک مشال راډیو ته وویل چې دغه چاودنه نن د سېشنبې پر غرمه شاوخوا دولس بجې د یو موټر سایکل په واسطه د مارجې ولسوالۍ د مرکزي لیسې د دروازې مخې ته وشوه.
د دې پيښې مسوولیت تر اوسه چا نه منلی دی.