د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې پر اېف سي سرتېرو برید، دوه مړه نهه ژوبل


د اېف سي ټپي سرتېری په لېډي ریډينګ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د اېف سي ټپي سرتېری په لېډي ریډينګ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

ځانمرګی بریدګر له یوه موټره له کښته کېدو پس د اېف سي پر پوسته د ورتلو پر مهال د عسکرو لخوا ودرول شو چې دغه وخت هغه خپلځان والوځولو.

د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې له ایراني کونسل خانې سره د فرنټیېر کور پر ځواکونو په ځانمرګي برید کې دوه سرتېري وژل شوي او نهه تنه نور سرتېري یې ژوبل کړي دي.


اېس اېس پي نجیب الرحمن مشال راډيو ته وویل، چې ځانمرګي بریدګر خپلځان د اېف سي ځواکونو له پوستې سره والوځولو . دی زیاتوي چې ځانمرګی بریدګر له یوه موټره له کښته کېدو پس د اېف سي پر پوسته د ورتلو پر مهال د عسکرو لخوا ودرول شو چې دغه وخت هغه خپلځان والوځولو. له دې وروسته امنیتي ځواکونو په باروتو بار ګاډی چاودېدو ته نه پرېښود.

د مېجر مست ګل په نامه ډلې د برید پړه منلې
XS
SM
MD
LG