د اتوار په ماسپښین د کوهاټ په استرزو هډه سیمه کې د یوې بمې چاودنې په ترڅ کې دلومړنیو معلوماتو پراساس لږ تر لږه لس کسان ووژل شول او ګڼ شمیر نور ژوبل شول.
دسیمې دپولیسو مشر عاصم باجوه مشال راډیو ته پېښه تایید کړه او زیاته یې کړه چې چاودنه د خلکو د ګنې ګوڼې نه په یوه ډکه سیمه کې شوې ده او په نښه شوي کسان ولسي خلک دي.
نوموړي د چاودنې د نوعیت په اړه وویل : د بم د ناکاره کولو د ادارې کسان د پېښې پلټنه کوي، خو داسې نه ښکاري چې ګوندې دا به ځانمرګې حمله وي. نوموړي وویل زیات ګومان کیږي چې بم به د کچرې ( خزلو ) په منځ کې بټ کړای شوی و.
په سیمه کې د مشال راډیو خبریال وايي استرزو هډه ، یوه شیعه میشتې سیمه ده، ددې پېښې مسوولیت تراوسه چا قبول کړی نه دی.