د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا په بونېر کې چاودنې دوه کسان وژلي دي


د خيبر پښتونخوا د بونير ضلعې د ځايي امن لښکر او قامي وطن پارټۍ مشر عدالت خان په ګډون دوه کسان په چاودنه کې وژل شوی دي.

خيبر پښتونخوا د بونيرضلعې د ډګر ګوکند تاڼې مشر جاويد خان نن مشال راډيو ته وويل چې دا پيښه نن سهار هغه وخت رامخې ته شوه کله چې د ځاي امن لښکر مشر دولت خان په خپل ګاړ کې له کور څخه عدالت ته روان وو چې په ګاړي يي بمي بريد وشو.

په چاودنه کې درې کسان ژوبل شوي هم دي. سيمه اوس پوليسو په ولقه کښې اخستي او د لټون اپريشن روان دې د پيښې پړه تردې دمه چاپه سر نه ده اخستي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG