د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان په اواران کې پنځه بلوڅ وسله وال وژل شوي



په کوټه کې مليشه ځواکونه وايي چې د چارشنبې او پنجشنبې په منځنۍ شپه د اواران په بېله سیمه کې د پلټنې د عملیاتو پر مهال بلوڅ وسله والو د دوی پر عسکرو برید کړی دی.


د ملیشه ځواکونو وياند خان واسع وايي ، په ځوابي ډزو کې پنځه بلوڅ وسله وال وژل شوي او يو شمېر نور نیول شوي هم دي.

د هغه په خبره ، وژل شوي او نيول شوي کسان د بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې (بلوچستان لیبریشن فرنټ) غړي دي.

بل پلو بلوچستان رپبلګن ګوند مشال راډیو ته په لېږلې خبرپاڼه کېویلي چې پاکستانیو ځواکونو د اواران په بېلا بېلو سیمو کې پنځه تنه وژلي ، اته یې ټپي کړي او یو دېرش یې تښتولي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG