د لاسرسي ځای

تازه خبر

“اروپایي هیوادونه له افغانستان سره خپلو مرستو ته ژمن دي “


د افغانستان د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهیمي وایي ، اروپایي هیوادونه له ۲۰۱۴ م کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو مرستو او ملاتړ ته ژمن دي.


عبدالروف ابراهیمي چې د یوه پلاوي په مشرۍ د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان په پارلمانې غونډه کي د ګډون لپاره د اسټريا مرکز ویانا ته تللی دی.

عبدالروف ابراهیمي د جمعې پر ورځ له مشال راډیو سره په مرکه کې د دغه سازمان په پارلماني غونډه کې د افغاني پلاوي ګډون ګټور وباله.

ده زیاته کړه “د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان او اروپایي اتحادیي د پارلمانانو له رئیسانو او نورو مشرانو سره په لیدنو کتنو کې ورته څرګنده شوه چې د نړیوالې ټولنې لیوالیتا له افغانستان سره نده کمه شوي” .
XS
SM
MD
LG