د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرزی: امریکا د افغانستان د ملي حاکمیت درناوی وکړي


ولسمشر حامد کرزی وايي، له بګرام زندانه د بندیانو په خوشې کولو کې د امریکا د متحدوایالاتو هېڅ کار نشته.


ښاغلي کرزي په انقره کې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د درې اړخیزې سرمشریزه په پای کې خبریالانو ته وویل چې؛ امریکا باید د پرېکړو لپاره د افغانستان د ملي حاکمیت حق ته درناوی وکړي.

امریکايي چارواکي له بګرام زندانه پنځه شپېته خوشې شوي بندیان خطرناک تروریستان ګڼي او د هغو د خوشې کولو له وجې یې پر افغان حکومت سخت انتقاد کړی. دوی ویلي دي چې دا کسان باید د افغانستان په محکمو کې محاکمه شوي وای.

په کابل کې د امریکا سفارت پرون د پنجشنبې پر ورځ سهار سمدستي په یو بیان کې پر دې پرېکړه ژور خپګان څرګند کړ، ویې ویل چې د دې پرېکړې د ناوړه عواقبو مسوول به افغان حکومت وي او د ناټو عمومي منشي اندرېس فوګ رسموسین د دې بندیانو خوشې کول په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت او د قانون د حاکمیت لپاره د هڅو ناکامي وبلله.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG