افغان چارواکي وايي، د امریکا پر احتجاجونو سربېره یې نن سهار د بګرام له زندانه ۶۵ تورن وسله وال خوشې کړې دي.
امریکا دا زندانیان ((خطرناکه)) وسله وال بولي چې کېدای شي د افغان او اېتلافي سرتېرو وژنې لپاره د جنګ میدان ته ستانه شي. نن په کابل کې د امریکا سفارت له خوا په خپور شوي بیان کې دا پرېکړه ((زښته خواشینې)) کوونکې بلل شوې ده.
بیان وايي، په خوشې کړل شویو کې هغه ((کسان شامل دي چې د افغان امنیتي سرتېرو، افغان وګړو او امریکايي او اېتلافي سرتېرو د وژنې لپاره یا پړه دي او یا یې هم د هغوی په وژنه کې یې ونده لرله)). بیان زیاتوي، افغان حکومت به د دې پرېکړې د پایلو یا نتایجو ذمه وار وي.
ولسمشر حامد کرزي د شواهدو کموالي له کبله د دې کسانو د خوشې کولو امر ورکړی وو. د کرزي له دې پرېکړې سره د واشنګټن و کابل تر منځ اړیکي په داسې حال کې لا نور خرابېږي چې د روان کال تر پایه نړیوال سرتېري له افغانستانه ووځي.